امریکا د اسراییلواو فلسطینیانوترمنځ د فوري خبرو غوښتنه وکړه

په منځني ختیځ کي د امریکا ځانګړي استازي ( جورج میچل) نن وویل ، چي د امریکا ولسمشر بارک اوباما د فلسطنیانو او اسرائیلو ترمنځ د سولې د فوري خبرو غوښتنه کوي .

هغه وویل ددغو مزاکراتو اصلي هدف د فلسطین ، اسرائیل او د هغو د ګاونډیو هیوادونو تر منځ د اړیکو عادي کول ، هر اړخیزه سوله راوستل او د امریکا د امنیت تامین دی.

ښاغلی میشل دا خبري له فلسطنیانو سره د مرستو کوونکو هیوادونو په غونډه کي چي د ناروې په مرکز (اوسلو) کي جوړه سوې وه وکړې . جورج میشل نن منځني ختیځ ته روانیږي .