دې ولايت ته د دولت تللى پلاوی وايي دوولس زره كسان له سختې لوږې سره مخ دي.
د ولسي جرګې يو غړى فضل عظيم مجددي چې د يوه دولتي هییت په مشرۍ بدخشان ته تللى وايي، زياتره خلك د ارغنجخوا سېلاب ځپلې ولسوالۍ په شېوه سيمه كې له لوږې سره مخ دي، چې له نورو سيمو سره د دې ولسوالۍ لارې هم پرې شوې دي.
مجددي په سيمه كې د ازادۍ راډيو خبريال ته وويل، په دې سيمه كې خلك واښه خوري او تر اوسه هېڅ ډول مرستې نه دي وررسېدلي.
د مجددي په وينا په دې ولسوالۍ كې زياتره كوچنيان په بېلابېلو ناروغيو هم اخته دي، هغه وويل كه له دغو دوولسو زرو اړو كسانو سره مرستې ونه شي، كېدى شي زياتره يې ومري.
په دې وروستيو كې د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو كې سېلابونو په لسګونو كسان مړه او په زرګونو كورونه او زراعتي مځكې ويجاړې كړې.