ایټالیا چې په روان وخت کې د اتو سترو صنعتي هیوادونو یا G-8 ریاست په غاړه لري، ایران ته یې بلنه ورکړې چې د افغانستان په اړه ددې سازمان د وزیرانو په کنفارنس کې چې د روانې عیسوي میاشتې په وروستیو کې جوړیږي، ګډون وکړي.
یو لوړ پوړی ایټالیايي دپلومات وایې تمه ده چې تهران به په دي کنفرنس کې ګډون وکړي.
د افغانستان لپاره د ایټالیا خاص استازی سرګیو مرکیوري وایي ایران غونډې ته رابلل شوی او هیله من یو چې دا بلنه به ومني.
د امریکا متحده ایالاتوویلي د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د طالبانو د فعالیتونو د کمولو په مقصد د یوې پراخې سیمه ایزې کړنلارې په اساس ، غواړي له ایران او پاکستان سره تماسونه زیات کړي.
د اتو سترو صنعتي هیوادونو دا کنفرنس به د جون په ۲۶ او ۲۷ مه غونډي وکړي او په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په مقصد ، د ایران په شمول ګاونډي هیوادونه ورته رابلل شوي دي.
افغانستان ته د ایټالیا خاص استازی وایي په کنفرنس کې به د پولو د امنیت، د نشه یی موادو د قاچاق ضد مبارزي او اقتصادي پراختیا په مسلو خبري وشي.