ناټو وايي افغانستان کې د سړک د غاړې ماینونه ډېر تلفات ور اړوي

په افغانستان کې د ناتو ځواکونو یو چارواکی وایي په دې هیواد کې د سړک غاړې د ماینونو په چاودنو کې زیات شمیر بهرني عسکر وژل کیږي او دا چاودنې په روان کال کې په سلو کې اتیا زیاتې شوي دي.

د ناټو ځواکونو ویاند برید جنرال ریچارد بلانشیت اسوشئتد پرس اژانس ته ویلي په افغانستان کې د سړک د غاړي ماینونه د بهرنیو سرتېرو لپاره جدي ستونزه ده.

جنرال بلانشیت وایي په تیرکال کې په افغانستان کې د سړک د غاړي بمي چاودنو کې یوازي شاوخوا ۱۷۲ امریکایي عسکر وژل شوي.

دی وایي په دي چاودنو کې نور بهرني عسکر هم وژل شوي دي.