د شمالي ولايتونو سيلاب ځپلو سره د المان هېواد مرستې

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې المان د شمالي ولايتونو د سيلاو ځپلو اوسېدونكو سره د۲۰۰زرو يرو نوې مرسته اعلان كړې ده.

له دغه وزارت څخه په يوې خپرې شوې خپر پاڼه كې راغلي دي چې د دغو مرستو زياته برخه د تخار، بلخ، بدخشان او كندز ولايتونو اوسيدونكو ته بيله شوې ده.

خبر پاڼه وايي چې د هر ولايت لپاره ۵۰ زره يرو مرسته ځانګړې شوې ده.

د افغانستان په يو شمير شمالي ولايتونو كې د سيلاونو له امله له سلو څخه زيات كسان وژل شوي، په سلګونه كورونه نړيدلي او د يو شمير سيمو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي .