په كندهار او ميدان وردګو ولايتونو كې امنيتې پېښې

د ميدان وردګو ولايت امنيت چارواكي د طالبانو دا ادعاوې ردوي چې په سالارو كې يې بهرني سرتيري وژلي دي.

تردې د مخه ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند ګڼي ويلي وه چې بيګاه شپه يې په نوموړي سيمه كې د بهرنيو ځواكونو يو ټانك الوځولى چې شپږ بهرني سرتيري په كې وژل شوي دي.

د ميدان وردګو والي وياند شاهد الله شاهد پيښه تاييد كړې خو ويلي يې دي چې په پيښه كې د سر تاوان چا ته نه دى اوښتى .

بل خوا د كندهار ولايت په سپين بولدك سرحدي ولسوالۍ كې پرون ناوخته د يوې امنيتي كمپنۍ پر كسانو ځانمرګى بريد شوى دى.

د سپين بولدك د سرحدي لوا قومندان سيف الله حكيم، ازادۍ راډيو ته ويلي چې په دغه بريد كې د دغې امنيتي كمپنۍ پينځه كسان وژل شوي دي.

طالبانو هم د پيښې په اړه ورته ادعا كړې ده .