ایراني چارواکي خبرورکوي چې پرون د دې هیواد په جنوب کې پر یوه بس په وسله واله حمله کې لږترلږه یو تن وژل شوی او زیات شمیر نور زخمیان شوي دي.
دا پيښه هم په زاهدان کې شوې چیرته چې تیره اونۍ په انتحاري حمله کې لسګونه کسان مړه او زخمیان شول.
د دې حملې مسوولیت چې د شیعه ګانو پر یوه مسجد شوې وه د سنی مسلمانانو یوې ډلې واخیست .
په زاهدان کې په داسې حال کې د ناکراریو خبرونه خپریږي چې په دې هیواد کې دجمهوري ریاست انتخاباتوته یوازې ۱۲ ورځې پاتې دي.
د راپورونو له مخې د ایران امنیتي ادارو لږترلږه ۳۰ تنه په سیمه کې له ناکراریو سره د تړاو په تور نیولي دي.