راپورونه وايي چې افغان او امریکايي ځواکونو په خوست کې یو سیمه یېز خبریال نیولی دی.
محلي خلکو ازادۍ راډیو ته وویل امنیتي ځواکونو د کلیډ راډیو خبریال نوراجان بهیر له څپلو دوو وروڼو سره تېره شپه له کوره بیولی دی.
بلخوا ایتلافي ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې په خوست ولایت کې یې د جلال الدین حقاني شبکې پر خلاف په عملیاتو کې درې کسان د پوښتنو او تحقیقاتو لپاره نیولي دي.
دوی ویلي دغه عملیات یې د هغو کسانو پر خلاف کړي دي، چې د جلال الدین حقاني شبکې مشرانو ته یې د وسلو په لیږدولو کې مرسته کوله.
په خوست کې د خبریالانو ټولنې د نوراجان د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه کړې.