د ميدان وردګ چارواكي: شپږ تنه ولسوال مخالفين وژل شوي

د ميدان وردګو ولايت چارواكي وايي په دې ولایت کې په وروستيو عملياتو كې د وسلوالو طالبانو شپږ تنه مشهور قوماندان ووژل شول.

د دې ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دغه عمليات په نرخ ولسوالۍ كې شوي، چې د نړيوالو ځواكونو په هوايي بمبارۍ كې د وسلوالو شپږ تنه مشهور قوماندانان ووژل شول.

په اعلاميه كې د يوه سپين ږيري او اوو ماشومانو وژل كېدل هم تاييد شوي دي.

د اعلاميې په حواله د دولت د وسلوالو مخالفينو دغو قوماندانانو تل د دې ولايت په بېلابېلو سيمو كې ناامنيو ته لمن وهله او د دې ولايت امن يې له ګواښ سره مخ كړى و.