د بدخشان چارواكي وايي وروستيو سېلابونو په ځينو ولسواليو كې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د دې ولايت والي باز محمد احمدي ازادۍ راډيو ته وويل سېلابونو تېره شپه او نن څلور كسان وژلي، درې يې ټپيان كړي او تر څلورسوه زيات څاروي يې له منځه وړي دي.
په ولسي جرګه كې د بدخشان استازې فوزيې كوفي وويل دغو سېلابونو په راغستان، ياوان او يفتل ولسواليو كې زيات زيان اړولى.
هغې ازادۍ راډيو ته وويل، له نورو ولسواليو سره د فيض اباد لار بنده ده او د خلاصون لپاره كوم اقدام نه دى شوى.
د دې ولايت چارواكي وايي له څه مودې راهيسې راوتلو سېلابونو په دې ولايت كې ټولټال اتيا كسان مړه كړي، دوه زره كورونه او په زرګونو جريبه مځكه يې ويجاړه كړې ده.