تېره شپه د پكتيكا ولايت د شرنې او مټۀ خان ولسواليو ترمنځ لار كې د دولت مخالفينو او افغان او ائتلاف ځواكونو ترمنځ نښته شوې.
د دې ولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان وايي تر جګړې وروسته نړيوالو ځواکونو بمباري وكړه چې د طالبانو د يوه قوماندان قاري عبدالله په ګډون شپږ كسان ووژل شول.
نوموړي وويل، پوليس او نړيوال ځواكونه تلفات نه لري. طالبان وايي چې دوى په دې بريد كې د افغان او نړيوالو ځواكونو لس عسكر وژلي دي.
ددې ډلې يو وياند وويل په نښته كې پنځه تنه وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.
بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت وايي په لوګر كې د دولت څلور مخالفين ووژل شول. د دې وزارت له خوا په خپرې شوې اعلاميې كې راغلي دغه كسان په بره كي برك ولسوالۍ كې د ملي اردو له ځواكونو سره په نښته كې وژل شوي.
د همدې وزارت په يوه بله اعلاميه كې راغلي په ميدان وردګو كې د ملي اردو او نړيوالو ځواكونو په ګډو پوځي عملياتو كې د دولت درې تنه مخالفين وژل شوي او يو تن ژوندى نيول شوى دى.