پاکستان د ممبيي په بريدونو کې د تورنې ډلې مشرله زندانه خوشې کړ

راپورونه وايي د پاکستان یوې محکمې د هغې افراطي ډلې مشر له زندانه خوشې کړی چې تیر کال په ممبيي کې په تروریستي حملو کې پر لاس لرلو تورنه ده .

د جماعت الدعوه د ډلې د مشر حفیظ محمد سعید مدافع وکیل وایي د لاهور محکمی داسې هیڅ اسناد ونه موندل چې د ده موکل مجرم ثابت کړي .