په لویدیځه غاړه کې د فلسطیني ډلو تر مینځ په نښتو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوی دي .
فلسطیني چارواکو ویلي، په دې نښته کې چې د قلقلیه سیمه کې شوې د محمود عباس په مشرۍ د فتح غورځنګ درې غړي ، د حماس د ډلې دوه تنه او یو ملکي کس وژل شوې دي.
نښته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د فتح غورځنګ امینتي کسانو د حماس د غړو د نیولو هڅه وکړه .
له پېښې وروسته پولیسو په ښار کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګولی دی.
د حماس او فتح تر مینځ تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو چې حماس په دوه زره اوم میلادي کال کې د غزې واک تر لاسه کړ.