دفراه ولايت سيمه ايزدولتي چارواكي وايي چې دپشت رود ولسوالۍ دنهرشاهي په سيمه كې د افغان اوايتلافي ځواكونواو وسله والوطالبانو ترمنځ لاهم سخته نښته روانه ده.
دفراه دوالي مرستيال محمد يونس رسولي دازادۍ راډيوته وويل چې په دې نښته كې تراوسه دولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې جسدونه يې دجګړې پر ډګركې پاتې دي.
بلخوا دسيمې اوسيدونكوڅرګنده كړې چې په دې نښته كې ګڼ شميرملكي كسان هم وژل شوي اوټپيان دي.
دطالبانووياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې نښته كې ددوى يوازې درې كسان وژل شوي، ده ادعا وكړه چې دافغان اوايتلافي ځواكونو اته تنه عسكريې وژلي دي.
دفراه ولايت سيمه ايزو چارواكو د ده ادعا ردكړه او وويل چې دا پوځي عمليات به ترهغې دوام وكړي څو چې دا سيمه له وسله والوطالبانوڅخه نه وي پاكه شوې.