په پروان ولاېت كې دسخت سېلاب له امله خلك خلک له کورونو ووتل

دپروان ولايت په ځينوسيموكې خلك وايي چې په سيند كې داوبو د ډيروالي له امله دوى دخپلوكورونو پريښودو ته اړ شوي او چټكو مرستو ته ضرورت لري.

دوى څرګندوي چې په سيند كې داوبه د ډيروالي له امله د دوى سلګونه جريبه كرنيزه ځمكه هم ويجاړه شوې په خاصه توګه دغنموفصلونه يې په یو مخ له منځه تللي.

دپروان والي عبدالبصيرسالنګي دخلكودا شكايتونه پرځاى وبلل او دازادۍ راډيو ته يې وويل چې لسګونه كورنۍ دسيند دڅپانده كيدو له امله دا مهال دغرولمنوته اوچتې شوي اوله ډيروستونزوسره لاس اوګريوان دي.

جنرال سالنګي وويل چې له مركزنه يې دخيمواو نورو عاجلو موادو دمرستې غوښتنه كړې اوډير ژربه يې په اړو خلكو وويشي.

تردې وړاندې هم په ځينو ولايتونوكې دسختوسيلابونود را وتلوله امله خلكوته ډيرځاني اومالي زيانونه اوښتي اوخلك ترسره شوې مرستې كمې بولي.