افغان چارواکي وايي، طالبانو په زابل کې ۱۵ تنه ملکي موټر چلونکي وژلي

په زابل کې حکومتي چارواکي وايي وسلوالو طالبانو پرون د شینکۍ ولسوالۍ په پشۍ بند کې د موټرو پرهغه کاروان برید کړی چې ملی اردو ته يې اکمالات رسول، ۱۵ موټر چلونکي يې وژلي او لس لارۍ يې سوزولي دي.

د وسلوالو طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي ددې برید پړه منلې او ادعا يې کړې چې په دې برید کې يې د اوه لس لاریو په له منځه وړلو سربېره افغان او رومانیوي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده .

خو په سېمه کې یو حکومتي چارواکې دا ادعا رد کړي او وايي په برید کې ېوازي ملکي موټر چلونکې وژل شوې دي، او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

دې چارواکي ویلي چې له پېښې وروسته په سېمه کې تصفیوي عملیات پیل شوې دي .