له منګوليا څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د دې هېواد د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د مخالف ډيموکرات ګوند کانديد څاخياګين اېلبېګدورج بريالی شوی دی.
د انتخاباتو رسمي نتايج تراوسه د موظف کميسيون له لوري نه دي اعلان شوي خو دمنګوليا مطبوعاتو او ديموکرات ګوند اعلان کړی چې اېلبېګدورج خپل سيال د خلکو د انقلابي ګوند کانديد نامبارين اېنخبايار ته ماتې ورکړې ده.
د دې انتخاباتو په اړه د کوم تاوتريخوالي د پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.
د منګوليا پروسږن پارلماني انتخابات د درغلۍ له تورونو وروسته په مرکز اولان باتور کې د قهرجنو مظاهرو تر سيوري لاندې راغلل.