د شنبې په ورځ ولسمشر حامد كرزي د ګوزڼ يا فلج ناروغۍ د ختمولو لپاره درې ورځنى كمپاين په رسمي توګه پيل كړ.
په دې اړه د جمهوري رياست په ماڼې كې ځانګړي مراسم نيول شوي وو، چې د روغتيا د وزير تر څنګ د روغتيا نړيوال سازمان استازي او ځينو نورو په كې ګډون کړی و .
دغه كمپاين به تر درېيو ورځو پورې په ټولو ولايتونو كې روان وي، چې اووه اعشاريه اووه مليونه كوچنيان به چې تر شپږكلنۍ كم عمر لري، واكسين شي.
نژدې پنځه زره او پنځه سوه روغتيايي رضاكاران به دغه كمپاين مخته وړي.