د چارشنبې په ورځ د ایرش ټایمز ورځپاڼې او د ترکيي نه خپرېدونکې حریت ورځپاڼې د افغانستان په روانو حالاتو مقالې خپرې کړې دي .
د ترکيې چاپ حريت ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د جمهوري رياست د انتخاباتو پر امنيتي ستونزو يو مطلب خپور کړی چې په يوه برخه کې يې راغلي دي: د دوشنبې په ورځ په استانبول ښار کې د افغانستان او پاکستان د پلويانو د ډلې د 22 کارپوهانو په غونډه کې پر دې بحث وشو چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بهير کې د امنيت د ټينګولو لپاره کوم اقدامات بايد وشي.
ورځپاڼه زياتوي: د دې غونډې کوربانه د ترکيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير فريدون سينيرلي اوغلو او د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی بېرند موڅل برګ وو. دا ډله له افغانانو سره د نړيوالې ټولنې د ژمنو يوه نښه ده او هڅه کوي له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې زياتې شي.
د استانبول غونډه چې د مونشن او توکيو له غونډو وروسته د دې ډلې دريمه غونډه ده په دې مقصد جوړه شوې وه چې په افغانستان کې د انتخاباتو په بهير کې د امنيت د ټينګولو پر لارو چارو بحث وشي.
د غونډې ګډونوالو وويل دوی غواړي چې د افغانستان د جمهوري رياست دوهم انتخابات آزاد، عادلانه او شفاف وي، ځکه د دوی په وينا دا انتخابات د افغانستان د راتلونکې لپاره ځانګړی اهميت لري.
حريت ورځپاڼه ليکي: يو بله موضوع چې د استانبول په غونډه کې ټينګار پرې وشو په افغانستان کې د ملکي څانګو مخصوصاً د کرنې د برخې پياوړي کول دي، ځکه په سلو کې له اويا تر اتيا پورې افغانان د کرنې په چارو کې په کار بوخت دي.
د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د نشه يي موادو د توليد د مخنيوي په اړه هم خبرې وکړې، ويې ويل چې د کرنې د امکاناتو پياوړي کول به د کوکنارو کښت په خپله له مينځه يوسي.
آيريش ټايمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي د فرهنګي مرکز د برخليک په اړه يو مطلب خپور کړی او په يوه برخه کې يې ليکلي دي په کابل کې د پخواني شوروي د علم او فرهنګ خونه چې د کمونيستي رژيم او د شوروي د اشغال په کلونو کې له ځوانانو ډک و، او د افغانستان او پخواني شوروي د اړيکو يو مهم مرکز ګڼل کېده، نن په يوه کنډواله بدل شوی او سلګونه معتاد ځوانان يې په هره ګوښه کې لوېدلي دي.
ورځپاڼه په دې مطلب کې د دې ترڅنګ چې د لوستونکي پام دې ويجاړې ودانۍ ته رااړوي، د هېواد د نشه يي موادو د معتادانو ستونزې رابرسېره کوي.
ورځپاڼه زياتوي: دا معتادان اکثر هغه ځوانان دي چې په وروستيو څو کلونو کې د کارموندلو په مقصد ګاونډيو هېوادونو ته تللي او پخپله د دوی په وينا په ايران او پاکستان کې په دې مصيبت اخته شوي دي.
د آيريش ټايمز په وينا له بلې خوا د افغانستان مسوول چارواکي هم د دې ځوانانو برخليک ته ډېره پاملرنه نه کوي.