د اروپايي ټولنې او روسيي مشران نن د روسيي په یو لرې پراته ښار کې خبرې کوي

د اروپايي ټولنې او روسيي مشران نن د چین پولې ته نېږدې د خبروسک په ښار کې خپلو کې خبرې کوي .

د روسيي ولسمشر ډېمېټرې مېډویډیف ویلي دا ښار يي ځکه د خبرو اترو لپاره غوره کړې څو اروپايي مشران چې د وخت د اته ساعته توپېر او لس ساعته الوتنې وروسته دغلته رسېږي دا فرصت به ولري چې د روسيي د عظمت درناوی وکړي .

یوې غونډې ته د وینا پر مهال مېډوېډیف وویل خبرې اترې به پر نړېوال مالي بحران ، د انرژۍ په مسلو او امنیت متمرکزې وي .

پرون ولسمشرمېډوېډېف د اروپايي کمېسون د مشر یوس مانیول باروسو او د چیک د ولسمشر وڅلاو کلاو س سره چې هېواد يي د اروپايي ټولنې دوريي مشرتوب پر غاړه لري په يوه غېرې رسمي ماښمنۍ کې ګډون کړی .