د ملګرو ملتونو د نشئي توکو او جرمونو ضد اداره وايي سږکال د کوکنارو په کښت کې کمښت راغلى دى ، خو په عين حال ګې په هغو څايو کې چې لا تر اوسه په کښې کوکنار کرل کيږي د ښې هوا له امله د اپينو توليد زېات شوى دى ، ددغې ادارې مشر انتونيو مارياکوستا له رويترز خبري آژانس سره په مرکه کې ويلي دي چې په مجموعي ډول په افغانستان کې سږکال د کوکنارو په توليدکې دوه اشاريه څلور کموالى راغلى دى