که څه هم چې لا تراوسه په کابل کې د طلوع تلويزون د وياندې شيما رضايي د وژنې اصلي علت ښکاره ندى، خو د بشري حقونو خپلواک کميسون وايي چې، شيما رضايي له مړينې څخه دمخه دغه کميسون ته د خپلې کورنۍ په اړه شکايت کړى وُ. د بشري حقونو د خپلواک کميسون وياندې ډاکترې سيما ثمر په دې هکله د آزادۍ راډيو ته څرگندونې کړي دي