د ايران او د اروپايي اتحاديې ددريو سترو هيوادونو تر منځ د ايران د اټومي پروگرام په اړه خبرې ناکامې شوې. دريو اروپايي هيوادونو يعني برتانيې، جرمني او فرانسې د لندن په خبرو کې هڅه کوله چې ايران له اټومى پروگرام څخه لاس اخيستو ته وهڅوي،خو ايران وايي د يورانيمو پخول يا غني کول به د سره پيل کړي.