د افغانستان د تياتر او تمثيل تکړه او نوميالى هنرمند استاد فضل محمد فضلي تيره اوونۍ د ٧٧ کلنې په عمر په حق ورسيد. استاد فضلي د کندهار ښار په لومړى ناحيه کې زيږيدلى او هملته يي زده کړى کړى دي. ددې اوونۍ تر شنه آسمان لاندى خپرونه د نوموړى هنري ژوند ته ځانگړې شوې ده٠ د خپرونې دوهمه برخه په ارشيف کې اوريدى شئ٠