نړيوال مطبوعات ليکي چې لا اوس هم په افغانستان کې د کوکنارو کښت روان دى، خو پر افغانستان باندى د نړيوال فشار له زياتيدو وروسته د افغانستان حکومت سږکال د کوکنارو د کروندو د مخنيوى او د نشه يي موادو د توليد سره د مبارزى لپاره جدى اقدامات پيل کړي دي. له بلې خوا نړيوالو هم په افغانستان کې د کروندګرو سره د کوکنارو پر ځاى د بل فصل د کرلو لپاره مرستى زياتى کړى دي. تيره اونى د بريتانيي د بهرنيو چارو وزير کابل ته د سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د نشه يي موادو د مبارزى په برخه کې خپلې مرستى دوه برابره کړى. دغه نشه يي مواد نه يواځې نړيوالې ټولنى ته بلکه پخپله افغانانو ته يو ګواښ دى٠