په وار وار داسې راپورونه ورکړل شوى دي چې د افغانستان په شمال کې خپل سري کوماندانان د سکرو په کانونو کې کيندنى کوي او ملي شتمنۍ خپلو جيبونو ته اچوي. د افغانستان د کانو او صنايعو وزارت هم دا مسئله تائيدوي او وايي چې په شمال کې د امنيتي ستونزو له امله د دا ډول غير قانوني کيندنو مخه نشي نيولى.