د امريکې د متحده ايالاتو د بوستن پوهنتون په يوه رپوټ کې چې د سه شنبه په ورځ خپور شو، وايي په هغه سروى کې چې په ټوله نړۍ کې د څلورم څخه تر اتم ټولګى پورى، د درى سوه شپيته زرو زده کوونکو په منځ کې ترسره شوه، د سنګاپور د هيواد زده کوونکي د ساينس او متماتيک په برخه کې په ټوله نړۍ کې ممتاز شاګردان دي.
د نړيوال ساينس او متماتيک په اړوند په ٢٠٠٣ کال کې څيړنکو هم موندلى وه چې د جنوبي کوريا، تايوان او هانګ کانګ زده کوونکي په ساينس او متماتيک کې ډير ښه وو.
په متماتيک کې د سنګاپور د هيواد دواړه، د اتم او څلورم ټولګي زده کوونکي د نورو ګډون کوونکو هيوادونو د زده کوونکو په پرتله په څرګنده توګه مخکې دي. دى زده کوونکو د آسيايي هيوادونو او سيمو، د اتم ټولګى په سطحه کې د لسو ښه درجو څخه شپږ درجى ترلاسه کړى دي.
د سنګاپور د اتم ټولګي زده کوونکي د ٨٠٠ ممکنو نمرو څخه په عمومي توګه ٦٠٥ نمرى ګټلى دي، پداسې حال کې چې د نړۍ د نورو ٤٦ هيوادونو شاګردان د ٤٦٧ نمرو په چوکاټ کې راغلي دي. په همدى ډله کې روسيي ٥٠٨ او د امريکې د متحده ايالاتو او د جاپان زده کوونکو ٥٠٤ نمرى، ګټلى دي چې د سروى له مخې يي ١٥ ځاى نيولى دى. د اتم ټولګي زده کوونکي په عمومي توګه ديارلس کلن دي.
د څلورم ټولګى په سطحه کې چې زده کوونکى يي په عمومي توګه د نهو کلنو په عمر دي، په ٢٥ هيوادونو کې د سنګاپور زده کوونکي د ٥٩٤ نمرو په ګټلو سره له نورو څخه مخکى دي. هانګ کنګ دوهم، او جاپان دريم ځاى نيولى دى.
د رويتر اژانس د سروى په بنسټ ليکي چې د سنګاپور هيواد په دواړو کتګوريو کې يعنى د څلورم او اتم صنفونو په برخه کې بر لاسى دى چې د تايوان او جنوبي کوريا هيوادونه ورپسى دي. پداسې حال کې چې له آسيايي هيوادو څخه پرته، د هالند، استونيا، هنګري، او متحده ايالات تر متماتيک پر ساينس کې مخکې دي.