د پاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف به په هغه غور وکړي او خپل نظر به د هغه په هکله څرګند کاندي. پدغه ليست کې د شاملو نومونو په هکله به يو ډله ايز تصميم ونيول شي او بيا به مونږ ته څرګنده شي چې د چا پسې وګرزوو. دوى دا هم ويلي دي چې د امريکې اردو به د عادي طالبانو د نومونو ليکنه پيل کاندي چې غواړي د حکومت د پلان سره سم خپلو سيمو ته راشي او په سوله کې ژوند وکړي.
په افغانستان کې د امريکې په مشرۍ د ائيتلافى ځواکونو مشرانو د دوشنبه په ورځ وويل دوى غواړي د ځلانده آزادۍ ، په نامه ژمني عمليات پيل کاندي چې د افغانستان د ولسي جرګى د انتخاباتو لپاره امنيتي شرايط برابر شي، او د طالبانو او ال قاعده په وسله والو باندى فشار نور هم زيات شي.
د ائيتلافى ځواکونو وياند جګړن مارک مک کن، ددغو عملياتو په اړوند په کابل کې خبريالانو ته وويل:
[ د ژمنيو عملياتو هدف دادى چې په افغانستان کې د اييتلاف ضد مليشو پټ ځايونه له مينځه يووړل شي. ائيتلافي ځواکونه غواړي پر عملياتو کار وکړي او د ژمي په لړ کې يي بري ته ورسوي. ]
دا پداسې حال کې دي چې تيره اونۍ په افغانستان کې د امريکې د متحده ايالاتو لوى سفير او د ښاغلي بوش خاص استازي زلمي خليلزاد پر طالبانو غږ کړى و چې خپلى وسلې پر ځمکه کيږدي ځکه چې د افغانستان ولس په خپله خوښه خپل جمهور رئيس ټاکلى او د اسلام د مقدس دين اصول ايجاب کوي چې د ولس د خوښي ټاکل شوى جمهور رئيس اطاعت وشي.
د ښاغلي خليلزاد په ځواب کې د عبداللطيف حکيمي په نامه د طالبانو يو وياند دا خبره د امريکې له خوا يو چل ول وګاڼه او زياته يي کړه دوى غواړي چې د طالبانو په منځ کې نفاق او جدايي رامنځ ته شي.
په همدى اړوند بيا د امريکې د متحده ايالاتو د ځواکونو کوماندان ډګر جنرال ديويد بارنو د اسوشيتيد پرس اژانس سره په مرکه د يکشنبه په ورځ وويل چې متحده ايالات به ښايي د راتلونکى ميلادي کال په نيمايي کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شميره کمه کاندي که طالبان د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي او د پاکستاني مقاماتو د عمومي بښني خبره ومني. نوموړى زياته کړه چې فکر کوي په راتلونکي اوړي کې به مونږ وپوهيږو چې آيا د طالبانو سره د خبرو په نتيجه کې به امنيتي ګواښونه کم شي او که نه.