ملګرو ملتونو وويل نړۍ بايد اوس افغانستان ته چې د ولسمشرۍ انتخابات يي په بري سرته رسولي او د ولسي جرګې او د ولايتي جرګو انتخابات يي په مخ کې دي شا وا نه ړوي. د سوله ساتنى لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال ژان ميرى ګيهينو د امنيت شورا ته وويل اوس چې افغانانو ډير ښه سياسي پوخوالى ښودلى دى ددى وړ دي چې نړيواله ټولنه اقتصادي، مالي او پوځي مرسته او ملاتړ ورسره وکړي٠