پرون افغاني ځواکونو اعلان وکړ چې د خوست په ولايت کې د پاکستان پولى ته نژدى په يوه ورځنې نښته کې له پنځو څخه تر اوياو پورى دښمنان له منځه وړي دي. دغه عمليات چې د سه شنبه په شپه وشول ائيتلافي ځواکونو يي هوايي ملاتړ کړى دى. خو د ائيتلافي ځواکونو وياندوى وويل چې پدې نښته کې چې پر يوى افغاني پوستې د ال قاعده او طالبانو له حملې وروسته پيل شوه شاوخوا پنځوس ته وژل شوى دي. پدى نښته کې دوه تنه افغان عسکر هم وژل شوى دي٠