په کابل کې روغتيايي کار کوونکي وايي چې ددى ښار په روغتونونو کې په تيرو دوو مياشتو کې د دوو سوو په شاوخوا کې کوچنيان يا مړه او يا له معيوب زيږيدلي دي چې هغه هم څو ساعته وروسته مړه شوي دي. د يکشنبه په ورځ په ملالى روغتون کې ددې لړۍ وروستى ماشوم چې د جسمي پلوه نيمګړى و، وزيږيد. د ملالى روغتون مرستياله داکتر حفيظه عمرخيل وايي هغه ماشومان چې په نيمګړي شکل او جسمي کمزورى دنيا ته راځي ډير کله له ٢٤ ساعتو زيات ژوندي نه پاتى کيږي٠