يوه اونۍ دمخه د پکتيکا په ولايت کې د ملګرو ملتونو د دفتر او د جنوب ختيځو سيمو لپاره د اساسي قانون د دفتر د غړيو له خوا د راتلونکې لوى جرګى لپاره ددغه ولايت د استازيو د نومونو د ليستونو د پلټنى پروسه پيل شوى وه. دغه پروسه له يوى ولسوالى پرته په نورو سيمو کې په برياليتوب پاى ته رسيدلى ده.