د سنبلى ٢٢ نيټه د سپورت نړۍ خپرونه :: ددى اونۍ په خپرونه کې د تل په شان کورنى او بهرني ورزشي خبرونه پيل شويده چې د بهرنيو خبرونو په ترڅ کې د اروپائي هيوادو د ٢٠٠٤ کال د فتبال د جام د مقدماتى لوبو نتيجى وړاندى شويدى. بيا د افغانى ورزشکارى ليما غظيمى سره چې د پاريس د اتلتيک په نړيوالو لوبو کې د سلو ميترو په ځغاسته کې يي ګډون کړي و يوه مرکه شويده او هم د لوګر ولايت د ورزشي آمر سره خبري شويدي٠