د افغانستان انتقالي حکومت تر هغه چې د ملى دفاع په وزارت کې ريفورم نه وي راغلي خپل هغه پلان شاته اچولي چې غوښتل يي پدغه هيواد کې تقريبا سل زره وسله وال جنګيالى بي وسلى کاندي. د افغانستان د انتقالي دولت د مطبوعاتي دفتر مشر خالق احمد پدي اړوند وويل د بى وسلي کولو پروګرام چې په هيواد کې د امنيت د پلي کولو دپاره عمده ګام ګڼل کيږي، او اټکل شوي وه چې د جولايي د مياشتي په لومړيو ورځو کې پيل شي، اوس د جولاي تر اخيره ځنډيدلي دي. نوموړي زياته کړه چې د حکومت کابينه به پدي هکله غور وکړي او د دولت رئيس انتظار لري چې د بى وسلي کولو د پروګرام د پيل دمخه د ملي دفاع په وزارت کې ريفورم وويني.