يوه افغاني مسافر عبدالظاهر چې د آريانا افغان هوائي شرکت په الوتکه کې تيره مياشت هند ته لاړ، د مخدره موادو د قاچاق په تور ونيول شو. ده چې ٥٥ کيلو ګرامه وچ بادام له ځانه سره ليږدول، په هوائي ډګر کې د هند ګمرکى مامورين پرى شکمن شول ځکه ددغو بادامو پوټکو له معمولى بادامو څخه توپير درلود.