په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو د خبر له خپرېدو وروسته افغان ولسمشر، پرون په کابل کې وویل، چې د بن لادن وژل کېدل دا په ډاګه کوي، چې د تروریزم پروړاندې جګړه د افغانستان په خاوره کې نه ده.
راپورونه وايي، اسامه بن لادن وړمه ورځ د امریکا په پوځي عملیاتو کې د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته نږدې د اېبټ اباد په سیمه کې وژل شوی دی.
ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ په خبري غونډه کې اسامه بن لادن په افغانستان کې د زرګونو کسانو قاتل وباله.
نوموړي وویل، چې د اسامه په وژل کېدو سره هیلې پیدا شوي، چې په افغانستان کې به سوله او امنیت ټینګ شي.