مخالفینو ۴تنه پاکستاني پولیسان وژلي

پاکستاني پولیس وايي، وسلوالو کسانو د یکشنبې په ورځ د اسلام اباد په شپیته کیلومترۍ کې پر لویه لاره څلور پولیسان ووژل او د ناټو د اکمالاتو شپږو موټرو ته یې اور واچوو .

د سیمه ایزو پولیسو یو مشر ساجد محمود ویلي وسلوالو کسانو لومړی پر ټانکرو ډزې وکړې او وروسته یې په نږدې پوسته کې پر پولیسو ګولۍ وورلې چې څلور تنه پولیس یې وژلي دي .

نوموړي ویلي چې په پېښه کې شپږ تنه نور پولیس افسران ټپیان شوې دي .

پر هغو ټانکرو او لاریو چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالات رسوي دير کله په پاکستان کې د وسلوالو ډلو له خوا بریدونه کېږي او په دې وروستیو کې دا بیردونه زیات شوې دي .