ناسا یوه اونۍ د فضايي بیړې توغول شاته وغورځول

ناسا یا د امریکا د فضایي څیړنو ادارې پرون ( یکشنبی) فضاته د اینداویر فضایي بیړۍ توغول لږ تر لړه یوه اونۍ یانې د می د میاشتې تراتمې نېټې پورې شاته وغورځول.

ناسا د تیرې جمعې په ورځ هڅه وکړه، چې ایند اویر بیړۍ فضاته وتوغوي، ویل شوي چی دا به پنځه ویشتم او وروستۍ ځل وي چې دغه بیړۍ فضاته استول کیږي.

دغه بیړی به فضایي اډې ته د دوه میلیارډ الفا مقناطیسی جذب زراتود ستګاوې له ځان سره لیږدوي.
د دغې بیړۍ د ګرمولو د سیستم د هایدرولیکي انرژۍ د تولید په یوه جنراتور کې د ستونزې له امله تنظیمونکې دی ته اړ کړای شول چې د دغې بیړۍ توغول وځنډوي.

د ناسا کارکونکو هیله ښودلې وه، چې دغه ستونزه به په اسانۍ هواره شي او دغه بیړۍ به نن فضاته وتوغوي خو وروسته ښکاره شوه چې ستونزه له دې پیچلې ده او هواری یې وخت ته اړتیا لري.

اینډایور بیړۍ د هغی بلې چیلنجر ځای نیولی چې په ۱۹۸۶ کال کې فضا ته د توغولو په جریان کې وچاودیده او له خپلو سپرلیو سره ورکه شوه.