لیبیا:قهرجنو لاریونو پر سفارتونو حملې وکړې

په لیبیا کې د ناتو د هوایي حملې وروسته چې د راپورونو له مخې په کې د معمر قذافي زوی وژل شوی، پرون قهرجنو ډلو د ملګروملتونو او د یو شمېر بهرنیو هېوادونو پر سفارتونو حملې وکړې.

ملګرو ملتونو وویل، چې په طرابلس کې له خپل دفتره یې بهرني کارکونکي ایستلي دي.

بریتانیا له خپل هېواده د لیبیا سفیر وروسته له هغې وایست چې پر نمایندګیو یې حملې وشوې.

د ایتالیا د بهرنیو چارو وزارت په خپل سفارت شوې حمله وحشیانه عمل بللې او هغه یې غندلی دی.

ایتالیا په دې وروستیو کې په لیبیا کې د ناتو له ماموریت سره یوځای شوې ده.

دغه راز په طرابلس کې د امریکا د سفارت مخې ته هم د اعتراضونو خبر ورکړل شوی.

د راپورونو له مخې په طرابلس کې د قذافی پر استوګن ځای د ناتو په هوایي حمله کې په خپله قذافی بچ شوی خو د هغه نولس کلن زوی او درې لمسیان یې چې ماشومان و، وژل شوي دي.

په عین حال کې د لیبیا ټلویزیون تایید کړه، چې د قذافي ځواکونو پرون پر مصراته ښار بریدونه وکړل.