امریکا:د بړبوکۍ له امله د مړو شمېر ۳۵۰ ته پورته شو

د امريکا په جنوب کې د سختې بړبوکۍ د لګېدو له کبله د مړو شمېر پرون تر ٣٥٠ پورته شو.

په عين حال کې په زرګونو کسانو تر خپلو کورونو دباندې خيمې وهلي يا يې په نورو پناه ځايونو کې ځانونه پناه کړي.

د بړبوکۍ د توپان له کبله لس زره کورونه او ودانۍ ويجاړې شوي، چې په ٢٠٠٥م کال کې د کاترينا تر توپان وروسته په امريکا کې تر ټولو ويجاړوونکې طبيعي غميزه بلل شوې ده.

په جنوبي ايالت الاباما کې چې دې توپان سخت ځپلى، پرون د مړو شمېر ٢٥٥ ته پورته شو، راپورونه وايي ١٠١ نور کسان په ميسي سيپي، تنيسي، ارکانساس، جورجيا، ويرجنيا او لوئیزیانا ايالتونو کې مړه شوي دي.

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د الاباما ايالت له قربانيانو سره وکتل، نوموړي وويل په دې ښار کې يې تر دې حده ويجاړي نه وه ليدلې. نوموړي وويل حکومت به د بيارغونې په چارو کې له خلکو سره مرسته وکړي.