د سوريي په درعا ښار کې نورې شخړې هم شوي دي

پرون د سوريې له جنوبي ښار درعا څخه د نورو شخړو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې ښار کې عيني شاهدانو وويل، د سوريې د پوځ له لوري د يوه جامع جومات پر شا و خوا د توغنديو تر ويشتلو وروسته، د ټانکونو او څرخي الوتکو په مرسته عسکرو د جومات کنټرول په خپل لاس کې واخيست. د څلورو کسانو د وژنې راپور ورکړل شوى دى.

له هغې راهيسې چې د سوريې پوځ تېره اوونۍ په درعا کې عمليات پيل کړل، دغه جومات د حکومت ضد مظاهره چيانو په ولکه کې و.

په يوه بل پرمختګ کې د ترکيې د سرې مياشتې ټولنې پرون له سوريې سره پرتې پولې ته د نورو کډوالو لپاره د مرستې مواد ولېږل، ګڼ کسان د سوريې له پولې ترکيې ته اوښتي دي. په سيمه کې د ترکيې يوه چارواکي جلال الدين ليکي ستيز پرون د سوريې د بېځايه شويو کورنيو په باب رسنيو ته معلومات ورکړل:

”د سوريې شا و خوا ٥٠٠ اوسېدونکو د ترکيې له پولې اوښتو غوښتنه وړاندې کړه. د ترکيې له حکومت سره تر سلا وروسته موږ د دوى دا غوښتنه په بشري دلايلو ومنله، موږ اوس د ٢٥٢ مېلمنو کوربانه يو“