امریکا د سوریې په استخباراتي ادارې بندیز ولګوه

امریکا پر سوریې بندیزونه ولګول او اروپایي ټولنه داسې ښکاري، چې د بندیزونو لګولو ته تیاره شوې ده. دا بندیزونه د سوریې د ولسمشر له لورې د ډیموکراسي پلوه اعتراض کوونکو د ځپلو په ځواب کې لګول شوې دي.

د هغه امر له مخې چې ولسمشر اوباما لاسلیک کړی دی، امریکا د سوریې د استخباراتو پر ادارې بندیز لګولی دی او د ولسمشر اسد پر دوو خپلوانو بندیز لګول شوی دی. دغه دوه تنه له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن شوې دي.

د ایران سپاه انقلاب اسلامي ډله چې مخکې امریکا پرې بندیز لګولی و، اوس بیا په دې تور پرې بندیز لګول شوی چې د سوریې له حکومت سره د مظاهره کوونکو په ځپلو کې مرسته کوي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل، چې دا په کلکه غندي چې د سوریې حکومت د سوریې پر خلکو زورزیاتی کوي.

په بیان کې له ولسمشر اسد څخه غوښتنه شوې ده، چې سمدستي بدلون راولي او د ولس غوښتنې ته غاړه کیږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلرې کلنټن خبریالانو ته د دې بندیزونو په اړه په واشنګتن کې وویل:

″هغه بندیزونه چې نن اعلان شول د دې څرګندویي کوي، چې د سوریې د حکومت له چلند او عمل سره حساب کیږي او دوی باید د خپلو خلکو مشروع غوښتنې ومني او د خپلو خلکو د حقونو درناوی وکړي.″

په هغې غونډې کې چې په بروکسل کې وشوه، له رپوټونو سره سم د اروپایي ټولنې چارواکو پر سوریې د بندیزونو د لګولو په برخه کې ابتدایي موافقه وکړه.