د لیبیا مشر معمر القذافي وایي، دی دې ته چمتو دی چې د ناټو له غړیو هیوادو سره خبرې وکړي، څو دغه تړون د لیبیا پر ځواکونو له هوایي بریده لاس واخلي.
په هغې بیانې کې چې نن سهار وختي د لیبیا تلویزیون خپره کړه، قذافي وویل، ځواکونه یې اوربند ته تیار دي خو په شخړو کې راګیرې ټولې خواوې باید د تړون د یوې برخې په توګه، اوربند مراعات کړي.
معمرالقذافي همداراز وویل، دې ته لیواله نه دی، چې واک پریږدي یا له لیبیا ووځي. قذافي زیاته کړه، که چیرته د ناټو هوایي عملیات پای ته ورسیږي لیبیا دا وس لري چې خپله ستونزه په خپله هواره کړي.
ناټو د فبروري له نیمایي راهیسې پر لیبیا بمبارۍ کوي. دا بمباري د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې کیږي، څو ملکیان وژغورل شي.