په امریکا کې وروستیو وژونکو بوړبوکیو ۲۵۰ کسان وژلي

د امریکا په جنوبي ایالتونو کې وروستیو وژونکو بوړبوکیو لږترلږه ۲۵۰ کسان وژلي دي. دا په امریکا کې په تېرو څلوېښتو کلونو کې تر ټولو سخت توفانونه بلل شوي دي.

د الاباما ایالت چې د راپورونو له مخې د وروستیو توفانونو له وجې ۱۶۲ تنه په کې وژل شوي ترټولو سخت زیانمن شوی.

په دې ډله کې ۳۶ کسان یوازې په هغه ورانوونکې بوړبوکۍ کې وژل شوي چې د چهارشنبې په ورځ یې د توسکالوسا ښار وځپه.

له جورجیا، ټېنسي، میسیسيپي او ویرجینیا ایالتونوڅخه هم د پراخو زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي اداره وايي، له تېرې اونۍ راهیسې چې د توفانونو دا لړۍ پیل شوې ده، د نژدې درې سوو بوړبوکیو راپورونه ور رسېدلي چې یوسل او پنځوس یې په یوه ورځ یعنې د چارشنبې په ورځ وو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په الاباما ایالت کې بېړنی حالت اعلان کړی او سپینه مانۍ وايي چې ښاغلی اوباما به د جمعې په ورځ دې ایالت ته ولاړ شي څو زیانمنې سیمې له نژدې وویني.