م.م:لیبیا به د خوړو له ستر بحران سره مخامخ شي

ملګروملتونو پرون خبرداری ورکړ، چې که په لیبیا کې د خوړو زیرمې ډکې او د هغو د وېش د شبکو ملاتړ ونه شي، په دوو میاشتو کې دننه به په دې هېواد کې د خوړو یو ستر بحران راشي.

د خوړو د نړېوال سازمان WFP سیمه ایز مشر ډالي بلګاسمي وویل، چې لیبیا یوازې د یوې نیمې- دوو میاشتو لپاره د خوړو کافي زېرمې لري، خو له هغه وروسته به خلک دې ته اړوزي چې په خپلو خوړو کې کموالی راولي.

نوموړي وویل، په دې هېواد کې نژدې شپږلکه کسان لادمخه غذايي موادو ته اړتیا لري.