پېټرایوس د CIA د مشر په توګه ونومول شو

ولسمشر بارک اوباما د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر لیون پنېتا پرون د امریکا د دفاع د وزیر او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیویدپېټرایوس د CIA د مشر په توګه ونومول.

ښاغلي اوباما همدا راز وویل، چې متقاعد ډيپلوماټ رېان کراکر به په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه ونوموي.

د دې دریو واړو چارواکو تقرر باید د امریکا د سنا له خوا تایید شي.