دوه نړېوال ځواکونه په دوو پیښو کې وژل شوي

په افغانستان کې نړېوال ځواکونه وايي، چې دوه سرتیري یي پرون په دوو پېښو کې وژل شوي دي.

په کابل کې د دغو ځواکونو د رسنیو دفتر په دوو جلا خبرپاڼو کې وايي، چې یو سرتیری يي د افغانستان په ختیځ کې په یوه حمله او دوهم په جنوب کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د دې ترڅنګ د کندهار د امنیت امر شیرشاه یوسفزی وايي، چې نن سهار په دغه ولایت کې پر بهرنیو ځواکونو د سړک د غاړې ماین چاودلی.

چارواکي وايي، چې په دغه چاودنه کې درې سرتیري ژوبل شوي، په کندهار کې نړېوالو ځواکونو د خپل یوه موټر د اوښتو خبر ورکړی، خو ډیر معلومات یې نه دي ورکړي.