د لیبیا لپاره د امریکا سفیر وایي، په دې هېواد کې په شخړو کې به چې له څه باندې دوو میاشتو راپدیخوا پیل شوي، ښایي تر دیرش زرو پورې کسان وژل شوي وي.
جین کریتز، چې د اوسني بحران له پیلیدو مخکې په جنوري میاشت کې له طرابلس څخه وتلی پرون په واشنګټن کی په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د دغومره شمېر کسانو د وژل کېدو په اړه ارقام امریکایي چارواکو ورکړي خو د دقیق شمېر معلومول یې په اوسني وخت کې ګران کاردی.
(موږ په لیبیا کې په شخړو کې د تلفاتو شمېر د لسو او دیرش زره کسانو ترمنځ اټکل کوو، زه فکر نه کوم چې موږ به ترهغو وکولای شو د تلفاتو دقیق شمېر معلوم کړو ترڅو مو د لیبیا د وضعیت په اړه یو سم تصویر او کره شواهد ترلاسه کړی نه وي.)
د لیبیا لپاره د امریکا سفیر دغه راز وویل، چې واشنګټن دې نتیجې ته رسیدلی چې د لیبیا د اپوزیسون ملي انتقالي شورا چې په بنغازي کې جوړه شوې او د لیبیا پرختیځو برخو کنټرول لري، د دې وړ ده چې نړېواله ټولنه یې ملاتړ وکړي.
خو په هرصورت د بارک اوباما ادارې تراوسه په دې اړه چې ایا د دغی شورا د په رسمیت پیژندلو په برخه کې له نورو هېوادونو سره یوځای شي، پریکړه نده کړې. فرانسې ایتالیا او قطر دغه شورا په رسمیت پیژندلي ده.