اسرایل او د هغه متحد د امریکا متحده ایالاتو د هغه اعلان وروسته اندیښنه څرګند کړې چې وایي، د حماس او فتح رقیبې ډلې په خپلو کې د څلور کلن اختلاف د لرې کولو لپاره یوې ابتدايي موافقې ته رسیدلي دي، د دوي اختلاف په تیرو څلورو کلونو کې غزه او د لویدیځې غاړې سیمې سره جلا کړې وې .
د مصر د خبري اژانس (مینا) په حواله له دواړو خواوو څخه چارواکو پر داسې یوه پلان موافقه کړې چې پر اساس به یې د چارو سمبالونکی حکومت رامنځ ته شي چې د فلسطیني ادارې د ریس او پارلمان د انتخاباتو لپاره به زمینه برابره کړي .
سپینې ماڼۍ چې حماس یې یوه تروریستي ډله بللی، وویل، فلسطیني هره ډله چې له اسراییل سره د سولې موافقې ته رسیږي باید له شخړو لاس واخلي او د اسرایل دولت په رسمیت وپیژني.
د فتح ډلې له خوا قاهرې ته د تللي هیات مشر رویټرز اژانس ته ویلي چې د بې طرفه شخصیتونو په ګډون د داسې حکومت په تشکیل موافقه شوې چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره تیاري ونیسي .
د حماس د یوه لوړ رتبه چارواکي په حواله لیکل شوي، چې په موافقه کې پينځه ټکي ذکر شوي چې په هغو کې د انتخاباتو ترسره کیدل ، د ګډو امنیتي ځواکونو او د یوه موقت ایتلافي حکومت تشکیل شامل دي .
فلسطيني مقاماتو ویلي، چې دا موافقه د مصریانو په منځګړیتوب ترلاسه شوې ده، د اسراییلو صدراعظم بنیامن نتن یاهو ویلي چې دوي هیله مند دي چې فلسطینیان به له دوي سره د سولې سم انتخاب وکړي .