د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د حکومت ضد مظاهره چیانو په وړاندې د حکومت د ځپونکو اقداماتو د غندلو لپاره د یوې اعلامیې پر سر موافقې ته په رسېدو کې پاتې راغله.
د دغې اعلامیې د تصویبیدو لپاره د لویدیځ په مشرۍ هڅې پرون د لبنان او د امنیت شورا د دوو دایمي غړو روسیې او چین د مخالفت له امله ناکامې شوې.
په ملګروملتونو کی د روسیې سفیر الکساندر پانکین د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې مسکو داسې فکر نه کوي چې په سوریه کې د حکومت ضد مظاهره چیانو ځپل دې نړېوال امنیت ته یو ګواښ وي. هغه خبرداری ورکړ چې په سوریه کې د بهرنیانو لاس وهنه ممکن دا هېواد د کورنۍ جګړې پر لور بوځي:
(زموږ په نظر مهمه خبره داده، چې په سوریه کې د ناارامیو او د شخړو له زیاتېدو سره سره د دې هېواد اوسنی وضعیت په نړۍ کې سولې او ثبات ته یو ګواښ متوجه کړی دی.)
د روسیي سفیر زیاته کړه، چې په دغو شخړو کې د سوریې د امنیتي ځواکونو غړي هم وژل شوي دي.
خو د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مسول بی لین پاسکو د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د سوریې پر امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو له خوا د څو لږو حملو په اړه موثق راپورونه رسیدلي دي.
پاسکو وویل، د اسنادو او شواهدو له مخې په سوریه کې د مارچ له نیمایي راهیسې د سوریې د امنیتي ځواکونو له خوا له ۳۵۰ نه تر څلورو سوو پورې کسان وژل شوی دي.
د ملګروملتونو امنیت شورا د سوریې په اړه دغه بحث وروسته له هغې کوي چې د دې شورا دو دایمي غړېو روسیې او چین په لیبیا کې د ملکي کسانو د ملاتړ په هدف د ملګرو ملتونو پر وروستیو اقداماتو انتقادونو ته زور ورکړی دی. دوي ویلي چې له دغو اقداماتو هدف د لیبا د رژیم بدلول دي.